د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې د وروستیو مذاکراتو پر سر ټیلیفوني خبرې کړي دی.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د لړم ۱۸مه) ویلي، چې د متقي او عراقچي دې مکالمه کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی دی.
متقي ویلي، د ا.ا پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته کړې یې ده چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د خبرو درېیم پړاو کې پاکستانی لوری د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتو نه و چې له امله یې ونتوانېدو چې ملموسې پایلې ته ورسېږو.
باید وویل شي چې د عراقچي له متقي سره د خبرو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان او د دغه هېواد ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار کړی دی.


