د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې استانبول به په دې برخه کې خپلې هڅې دوامداره ساتي.
ښاغلي اردوغان دا څرګندونې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دغه هېواد د بریا ورځې نمانځنغونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف سره کتلي دي.
د ترکیې ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ به د استانبول مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې ثبات ته لار هواره کړي او ترکیه به خپلې هڅې دوامداره ساتي.
رجب طیب اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې وړمه ورځ په استانبول کې د افغانستان – پاکستان درېیم پړاو مذاکرات هم «د پاکستاني لوري د نامعقولو وړاندیزونو» له امله بېپایلې شول.
په راپورونو کې ویل شوي چې قطر او ترکیې د راتلونکي پړاو مذاکراتو لپاره د کومې نېټې له ټاکلکېدو هم ډډه کړې ده.
بلخوا پرون د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد لیکلي وو چې د درېیم پړاو مذاکراتو په دوام پاکستاني لوري یو وار بیا هماغه نامسوولانه څرګندونې مطرح کړې او په همدې خاطر درېیم پړاو مذاکرات بېپایلې شوي دي.


