خانهافغانستان"اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې معیاري...

“اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې معیاري روغتون جوړوي”

مالیې وزارت خبر ورکړی اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه  ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړولو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی. 

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بانک د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د پرله‌پسې هڅو او اغېزمنو بحثونو په پایله کې دې اقدام شوی دی. 

د اعلامیې له مخې : “د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د روغتیا په برخه کي دا لومړنۍ ستره او بنسټیزه پروژه ده، چې د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د اسلامي پراختیایي بانک له لوري علمي کېږي.“

سرچینې لیکلي چې د مالیې وزارت او د اسلامي پراختیایي بانک له لومړنۍ همغږۍ او هوکړې وروسته یاده پروژه له اړوندو دولتي ادارو سره شریکه شوې ده.

د یادولو ده چې اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو دولتي ادارو د ټاکل‌شویو ګډو کمېټو له لوري د دې پروژې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چاري پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د مالیې وزارت همداراز ویلي چې د دې معیاري روغتون په جوړېدلو سره به د زړه او سینې ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي او همداراز به په دې روغتون کې د تخصصي زده‌کړو اسانتیاوي هم برابري شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه