د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د جوزجان او سرپل ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د څه باندې دوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو ۱۴ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا شبکې د جوزجان ولایت په آقچې، فیضاباد، خانقاه، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک ، قوشتیپې او د سرپل ولایت په سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو کې جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا شبکې د د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د څه باندې دوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، او د چارو په بشپړېدو سره به د یادو سیمو ۵ زره ۶۲۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د یادو شبکو د چارو پرانیسته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي کړې ده.
په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د وزیر له قوله لیکل شوي: “موږ هڅه کوو چې د خپلو موجودو امکاناتو څخه په استفادې او د خلګو اړتياوو ته په کتو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پرمختیايي پروژې تطبیق او عملي کړو.”
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو لسګونه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.


