خانهافغانستانپنجشېر کې د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت قېمتي ډبرو د قاچاق...

پنجشېر کې د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت قېمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

د پنجشېر ځایي مسوولینو، د یاد ولایت په «خنج» ولسوالۍ کې د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت زمرد قېمتي ډبرو له قاچاق څخه د مخینوي خبر ورکړی دی. 

د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکو ویلي چې د خنج ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د شاوخوا ۲۰ زره ډالرو په ارزښت زمرد قیمتي ډبرې نیولې دي.

د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد نن (شنبه، د لړم ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو کس هڅه کوله چې دغه قیمتي ډبرې په غیرقانوني ډول کابل ته انتقال کړي، خو د پولیسو له لوري ونیول شو او د قانوني اجراآتو لپاره اړوند کمېټې ته شوی دی.

د خنج ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالله مختار وايي: “موږ د کانیزو زیرمو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلي او هر هغه څوک چې د غیرقانوني استخراج یا قاچاق هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.”

پنجشیر ولایت له طبیعي زمردو بډایه دی او چارواکي وايي د دغو منابعو د ساتنې لپاره جدي اقدامات روان دي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو قېمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه