خانهافغانستانکابل کې څه باندې ۱۳۳ زره نشه‌یي ټابلیټونه نیول شوي

کابل کې څه باندې ۱۳۳ زره نشه‌یي ټابلیټونه نیول شوي

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دفتر مطبوعاتي اعلامیه وايي، چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۳۰۰۰ د «زیکپ» ټابلیټونه او ۵۰۰ د «کې» ټابلیټونه یې نیولي دي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دفتر مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق مخنیوي لپاره، دا ځل د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دفتر د ځانګړې څانګې ریاست د کابل ښار په ۱۲مه، پنځمه او څلورمه ناحیو کې جلا هدفمند عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې ۱۳۳۰۰۰ د زیکپ ټابلیټونه او ۵۰۰ د کې ټابلیټونه کشف او ضبط شول.

سرچینې وویل چې د قضیې په تړاو ۷ کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو په منځ کې، ۲ کسان په کندهار کې، یو په هلمند کې او ۴ نور په کابل کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر اعلان وکړ چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت، او همدارنګه د بازار شاخصونو کې کمښت، دا په ګوته کوي چې په سیمه کې د کوکنارو تولید او قاچاق کې لوی بدلونونه راغلي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه