خانهافغانستاند کډوالو بې‌سارې راستنېدنه؛ یوازې پرون نږدې ۱۵ زره افغانان راستانه شوي

د کډوالو بې‌سارې راستنېدنه؛ یوازې پرون نږدې ۱۵ زره افغانان راستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د بې‌سارې راستنېدنې په دوام، پرون (چهارشنبې) له بېلابېلو لارو ۱۴ زره ۹۱۱ کډوال راستانه شوي دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په حواله لیکلي چې پرون (چهارشنبې، لړم ۱۴مه) له بېلابېلو لارو ۲ زره ۵۰۰ کورنۍ، چې نږدې ۱۵ زره کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې له راستنېدو شویو کډوالو سره بېلابېلې مرستې شوې دي. 

بلخوا په پاکستان کې د هغو ۱۶ افغان ډاکترانو د نیولو راپور هم ورکړل شوی چې هلته په زده‌کړو بوخت وو.

د راپورونو له مخې چې د دغو افغان ډاکترانو د وېزې موده ختمه شوې وه خو د حکومت له لوري ورته د بیا تمدید موقع هم نه ده ورکړل شوې. 

له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې ایران نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه