د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو په دویمه لوبه کې نن د ایران لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
د سعودي عربستان په کوربهتوب نننۍ سیالي به د افغانستان پر وخت شاوخوا درې بجې په «ریاض» ښار کې پیل شي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته «نهه پر پنځه» ماتې ورکړې وه.
د ویلو ده چې ملي لوبډله د روانو سالیو په «بې» ګروپ کې له ایران، تاجکستان او مراکش لوبډلو لوبېږي، او د دې سیالیو په «الف» ګروپ کې سعودي عربستان، ازبکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې یو له بل سره مخامخ کېږي.
تر دې لوبو مخکې د افغانستان فوټسال له ۱۷ کلنۍ کمعمره لوبډلې د ۲۰۲۵ کال آسیا ځوانانو اتلولي وګټله.
د فوټسال ۱۷ کلن ځوان لوبغاړي د یادو سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول، او د پلازمېنې کابل په ګډون یې په خوست او پکتیا کې د عامو خلکو لخوا تود هرکلی وشو او دا اتلولي یې په شور او جوش ونمانځله.


