خانهافغانستاند پاکستان په «بهاولپور» کې ۱۶ افغان ډاکتران نیول شوي 

د پاکستان په «بهاولپور» کې ۱۶ افغان ډاکتران نیول شوي 

پاکستاني پولیسو په «بهاولپور» کې هغه ۱۶ افغان ډاکتران نیولي چې هلته په زده‌کړو بوخت وو. 

ویل کېږي چې د دغو افغان ډاکترانو د وېزې موده ختمه شوې وه.

سرچینو لیکلي چې د نیول‌شویو ۱۶ افغان ډاکترانو د وېزو د بیا تمدید غوښتنه هم ځنډول شوې وه. 

تر اوسه د دغه افغان ډاکترانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. 

د ویلو ده چې په وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو راپورونه زیات شوي دي. 

د دې ترڅنګ پاکستاني حکومت له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم تېزه کړې ده.  

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل کېدو ته وخت ناوخت د کډوالو چارو او پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو پراخ غبرګونونه پارولي  او له یاد هېواد یې غوښتي چې د کډوالو جبري ایستل وځنډوي. 

خو بلخوا پاکستاني حکومت ویلي چې دوی نور د افغان کډوالو د استوګنې توان نه لري او ټول کډوال به وباسي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه