د المپیک، بدنې زونې او ورزش عمومي ریاست ویلي، چې د هېواد د وزن پورته کولو څلور ملي لوبغاړي د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان ریاض روان شوي دي.
د المپیک، بدنې زونې او ورزش عمومي ریاست نن(چهارشنبه، د لړم ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسيون شپږکسيزه لوبډله موخه د سعودي عربستان ریاض ښار ته روانه شوه.
په دغې لوبډلې کې څلور ورزشکاران او دوه روزونکي شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یادو سیالیو کې به شفیق جان سخيزاده په ۷۱ کیلوګرامه وزن کې، مجیب سلطاني په ۷۹ کیلوګرام وزن کې، زبیر نظري په ۸۸ کیلوګرام او فضلکریم ترکمن به په +۱۱۰ کیلوګرامه وزن کې له خپلو سیالانو سره مخ شي.
د ۲۰۲۵ اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالۍ به د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د افغانستان په ګډون د ۵۷ هېوادونو ترمنځ په ۲۳ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ترسره شي.
دغه سیالۍ به د روانې نومبر مياشتې په ۷مه پيل شي او د همدې مياشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې له افغانستانه په ۱۲ بېلابېلو رشتو کې د ورزشکارانو او پلاوو په ګډون ۸۳ کسان ګډون کوي.
د یادولو ده چې تېره ورځ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې تاجکستان ته نهه پر پنځه ستره ماته ورکړه.


