خانهافغانستانیوازې پرون له ایران او پاکسانه څه باندې ۱۶ زره افغان کډوال...

یوازې پرون له ایران او پاکسانه څه باندې ۱۶ زره افغان کډوال را ایستل شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام، یوازې پرون له ایران او پاکستان څخه ۱۶ زره ۲۴۳ افغان کډوال را ایستل شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي چې یوازې پرون (دوشنبې) له ایران او پاکستان څخه ۲ زره ۹۶۳ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. 

سرچینې لیکلي چې دا کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند د بهرام‌چې او تورخم له لارو راستنې شوې چې له ډلې ۲۱۶۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او له ۱۸۸۲ نورو سره مرسته شوې ده.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي چې ډېری یې په جبري توګه راستانه شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې یوازې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې له ایران څخه نږدې یو نیم میلیون کډوال راستانه شوي دي.

د دې ترڅنګ په وروستیو کې د پاکستان له بندخونو هم سلګونه بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري را ایستلو که څه هم وخت ناوخت غبرګونونه پارولي، خو د دغو هېوادونو چارواکو د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی. 


خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه