خانهافغانستاند افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو کې د تاجکستان د ملي لوبډلې سره مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن(سه‌شنبه، د لړم ۱۳مه) د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.د

دغه لوبه به د سعودي عربستان په ریاض کې د افغانستان په وخت نن ماسپښین د غرمې ۱:۳۰ دقیقې پیل شي.

دا د افغانستان لپاره په خپل ګروپ کې تر ټولو اسانه لوبه ده، د مهالوېش له مخې هېواد د ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د مراکش او ایران په وړاندې دي.

باید وویل شي چې د افغانستان او تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلو مخکې څو لوبې کړې دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ په درېیو لوبو کې، یوه دوستانه لوبه د افغانستان په ګټه پای رسېدلې، یوه لوبه مساوي شوه، او یوه لوبه د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.

د یادولو ده چې تېره اوونۍ د هېواد د فوټسال تر ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډلې په پایلوبې کې ایران ته په ماتې ورکولو سره د اسیایي لوبو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه، د سرو زرو مډال یې وګاته او هېواد ته په راتلو هم له تور هرکلي سره مخ شوه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه