د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ډیموکراټ ګوند نوماند «زهران ممداني» د نیویارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې وګټي، د ښار فدرالي بودیجه به د پام وړ کمه شي.
ټرمپ په ټولنیزو پاڼو لیکلي چې که نیویارک د «ممداني» په مشرۍ اداره شي، نو د ښار لپاره د فدرالي حکومت تمویل به محدود شي. ټرمپ «ممداني» د کمونیستي تمایلاتو لرونکی کس بللی او ویلي یې دي چې د ښار دا ډول اداره کول د نیویارک راتلونکی له خطر سره مخ کولای شي.
د امریکا ولسمشر په دې باور دی چې د کیڼ اړخو سیاستونه به د ښار اقتصادي او ټولنیز وضعیت خراب کړي. نوموړي ټینګار کړی چې فدرالي مرستې به یوازې د لومړنیو اړتیاوو لپاره وساتل شي.
د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، زهران ممداني د خپل اصلي سیال، د نیویارک پخواني والي «انډریو کوئومو» څخه د پام وړ مخکې دی.
زهران ممداني یو ځوان سیاستوال او د نیویارک ایالتي اسمبلۍ غړی دی، هغه د ډیموکراتیک ګوند په پرمختللې څانګه کې یو مهم شخصیت ګڼل کیږي. نوموړي په خپل ټاکنیز کمپاین کې په ټولنیز عدالت، ارزانه کورونو او د پولیسو په اصلاحاتو ټینګار کړی دی.


