خانهنړۍ‏ المان له سوریې سره د کډالو د ایستلو په اړه خبرې...

‏ المان له سوریې سره د کډالو د ایستلو په اړه خبرې کوي  

د المان حکومت وايي چې د دوی لومړی وزیر «فریدریش مرتس» به له یاد هېواد څخه د سوریایي کډوالو د ایستلو په اړه د سوریې له ولسمشر، احمد شرع سره خبرې وکړي. 

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د المان لومړي وزیر په همدې خاطر د سوریې لنډمهاله ولسمشر، احمد شرع ته بلنه ورکړې چې برلین ته سفر وکړي. 

نوموړي ویلي چې دا مهال په سوریه کې کورنۍ جګړه ختمه شوې او په المان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې لپاره هېڅ دلیل نشته. 

مرتس ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د سوریې له ولسمشر سره د کډوالو په اړه خبرې وکړي. 

د سوریې ولسمشر، احمد شرع له تېرو څو میاشتو راهیسې بهرني رسمي سفرونه زیات کړي او د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

ښاغلی شرع څه موده مخکې سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره هم وکتل. په هغه لیدنه کې ټرمپ د سعودي په غوښتنه پر سوریې ډېر لګېدلي بندیزونه لرې کړې وو. 

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر به نږدې راتلونکې کې امریکا ته هم سفر ولري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه