د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی، چې ددې شرکت د تخنیکي کارکوونکو په هڅو د تاجیکستان ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برښنا هغه لین بېرته فعاله شوی دی. دغه لین د تېرې شپې زلزلې له امله پرې شوی و.
برښنا شرکت وایي، د یاد لین له نښلېدو سره، د کندز، تخار او د بغلان ولایت پراخو سیمو ته بېرته برښنا ورکړل شوې ده.
دغه شرکت زیاتوي، د دوی تخنیکي ټیمونه لا هم په سیمه کې دي، څو د شبکې د ثبات او دوام ډاډ ترلاسه کړي.
تر دې وړاندې د برښنا شرکت اعلان کړی، چې د تېرې شپې شاوخوا ۱:۰۰ بجې د زلزلې له امله، له ازبکستان څخه په دوو برخو، نایاباباد څخه سمنګان او خلم څخه پلخمري ته وارد شوې برښنا مزي پرې شوي دي.
د روغتیا وزارت په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، چې تر د بیګانۍ زلزلې په اړه لومړني ارقام ښیي چې تر دې مهاله په بلخ او سمنګان شل تنه مړه شوي او ۵۳۴ تنه نور ټپیان دي.
له دې سره په کابل کې د جاپان او ایران سفارتونود تېرې شپې زلزلې له امله افغانانو ته پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او له ځپلشویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د زلزلې له امله د سمنګان ځینې سیمو ته جدي زیان رسېدلی، او چارواکي وايي هڅې روانې دي، څو ژر تر ژره له اغېزمنو شویو سره مرستې وشي.


