د روسیې حکومت په شمال کندز ولایت کې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې د احتمالي ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه غبرګون ښودلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یون بیان کې لیکلي، چې مسکو پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه غږ کوي ترڅو د امریکایي ځواکونو په هواي برید کې د ملکیانو تلفاتو په اړه پلټنې پیل کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نوامبر میاشتې په ۳ مه نیټه د کندز ولایت په دشت چهار درې ولسوالی کې د امریکایي ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو پر افغان چارواکو او د بشري حقونو پر نړیوال مدافعینو غږ کوي ترڅو د دغه پیښې په اړه هر اړخیزه پلټنې پیل کړي، په پیښه کې ښکیل مسئول کسان باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي او د ورته پیښو د مخنیوي په خاطر لازمي اقدامات په پام کې ونیول شي.

مسکو وایي، ملګرو ملتونو په رسمي توګه د پیښې حقایق تائید کړی دی خو افغان او د امریکا پوځ چارواکي وایي په دغه برید کې ملکې وګړو ته کوم تلفات نه دی اوښتې ده.