نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ له اوربند وروسته، اسرائیل لا هم غزې ته د ډېرو مرستو د رسېدو اجازه نه ورکوي.
د الجزیرې د راپور له مخې چې اسرائیلو له اوربند وروسته تر اوسه په کمه کچه مرستې غزې ته پرېښې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اکټوبر له ۱۰مې تر ۳۱مې پورې ټولې څه باندې ۳ زره سوداګریزې او مرستندویه لارۍ غزې ته رسېدلې دي.
په راپور کې د غزې چارواکو په حواله ویل شوي چې دا د ورځې په منځنۍ کچه ۱۴۵ لارۍ جوړېږي، چې د هغو ۶۰۰ لاریو ۲۴ سلنه دي چې د تړون له مخې باید هره ورځ غزې ته ننوځي.
اسرائیلو د امریکا او قطر په منځګړیتوب د اوربند له تړون وکړ، خو لا هم په ډېرو سیمو کې پر فلسطینیانو د اسرائیلي پوځ بریدونه روان دي.
بلخوا حماس ویلي چې اسرائیلي پوځ د جګړې بیا پیلېدو ته پلمې لټوي او اوربند ته ژمن نه دي.
د راپورونو له مخې چې د اوربند له تړون وروسته له تېرو څو ورځو راهیسې په غزه کې لسګونه کسان د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي.


