د هند حکومت د خپلو بشري مرستو په دوام، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د ساري ناروغیو (لکه ملاریا، ډینګي تبه، او لشمانیا) سره د مبارزې لپاره له ۱۶ ټنو څخه زیات درمل او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه، لړم ۱۱مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته د هند د هغې ژمنې یوه برخه ده چې د افغانستان د روغتیا سکتور ملاتړ کوي او د عامې روغتیا او ناروغیو مخنیوي په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کوي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د هند حکومت د پر وخت او ارزښتناکو مرستو څخه د مننې په ترڅ کې ټینګار کړی چې دا درمل او روغتیايي وسایل د روغتیا زیربنا ښه کولو او د ناروغیو د اغیزمن کنټرول لپاره یو مهم ګام دی، په ځانګړې توګه په زیان منونکو او خطر لرونکو سیمو کې.
دا اقدام یو ځل بیا په سیمه کې د روغتیا، ثبات او بشري همکارۍ په وده کې د افغانستان د باوري ملګري په توګه د هند رول روښانه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې هند ته د امیرخان متقي په سفر کې، نوي ډیلي افغانستان ته د ۲۰ امبولانسونو مرسته کوي ترڅو د هیواد د روغتیا سکتور ملاتړ وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر دا ژمنه هم وکړه چې هیواد به یې د افغانستان روغتونونو ته د MRI او CT سکین ماشینونه ورکړي، او همدارنګه به د معافیت واکسینونه او د سرطان ضد درمل افغانستان ته واستوي.


