خانهافغانستانازبکستان ویلي، افغانستان ته د برښنا صادراتو په تادیه کې هېڅ ستونزه...

ازبکستان ویلي، افغانستان ته د برښنا صادراتو په تادیه کې هېڅ ستونزه نشته

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزامحمدوف تېره ورځ (جمعه، د لړم ۹مه) د کورنیو رسنیو سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د افغانستان سره د ازبکستان همکاري د پام وړ وده کې ده.

میرزامحمدوف وویل: “ما په تېرو دوو میاشتو کې درې ځله افغانستان ته سفر کړی دی. دغه هېواد خپل اقتصادي پرمختګ تعقیبوي، او دا لاره د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي پرته ممکنه نه ده.”

د ازبکستان د انرژۍ وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان ته د برښنا صادراتو په تادیه کې هېڅ ځنډ یا ستونزې شتون نه لري.

میرزامحمدوف د پلخمري د برښنا د لیږد لین د پروژې د جوړولو رسمي پیل هم اعلان کړ، او زیاته یې کړه: “د برښنا لینونه لا دمخه اېښودل شوي او د برښنا سټیشنونه د سرخان‌دریا سیمې ته غځول شوي دي. اوس د پلخمري ته د نوي ۵۰۰ کیلو ولټه لین کار پیل شوی دی.”

هغه ټینګار وکړ چې که چیرې د دې پروژې قرارداد د سپتمبر په میاشت کې د لاسلیک شویو تړونونو سره سم لاسلیک شي، نو ټول کار به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي. د ازبکستان د انرژۍ وزیر همداراز زیاته کړه چې : “د دې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان د برېښنا صادراتي ظرفیت څو چنده زیات شي.”

دا په داسې حال کې چې ژمي په راتلو سره د برښنا پرچاو شوې، چې د ښاریانو لپاره یې ستونزې رامنځته کړي دي.

د کابل ځینې اوسېدونکي شکایت کوي چې برښنا په عادلانه ډول نه وېشل کیږي، په ځینو سیمو کې زیاته او په نورو کې کمه ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه