یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې به د ترکیې په استانبول کې بیا ځلي پیل شي.
د راپور له مخې، پاکستاني پلاوي پرېکړه کړې چې د استانبول خبرې اترې د “یو بل فرصت” په توګه دوام ورکړي. ویل کیږي چې خبرې اترې به د منځګړو هېوادونو په منځګړیتوب سره دوام وکړي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان څخه د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې د ځینو ډلو [د پاکستان د حکومت مخالف] پر وړاندې د تایید وړ او نه بدلېدونکي اقدامات وشي.
د افغانستان ملي تلویزیون هم تایید کړه چې دا خبرې اترې به نن (پنجشنبه) په استانبول کې بیا پیل شي.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د ا.ا او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو د “ناکامۍ” په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان د خبرو اترو د ناکامۍ په اړه اندېښمن دي، “البته موږ اندېښمن یو.”
هغه زیاته کړه چې په خبرو اترو کې د خنډونو سره سره، ملګري ملتونه لاهم هیله لري چې جګړه به بیا پیل نشي.
دې سازمان هیله څرګنده کړې چې دواړه خواوې به بېرته جګړې ته نه ستنېږي. افغانستان او پاکستان د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاالله طرار یو ځل بیا افغانستان د استانبول د خبرو اترو د ناکامۍ مسوول وباله.
هغه د یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې اسلاماباد حق لري چې له ځانه دفاع وکړي.


