خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو شاوخوا ۳۰۰ بندیان ازاد شول

د پاکستان له بندخونو شاوخوا ۳۰۰ بندیان ازاد شول

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو په دوام، تازه د یاد هېواد له بندخونو شاوخوا ۳۰۰ بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. 

د سپین‌بولدک د کډوالو د لېږد امریت مسوولینو ویلي چې دا کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. 

سرچینې لیکلي چې ازاد شویو افغانانو په پاکستان کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو په بندخونو کې تېرې کړې وې او له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. 

له تېرو څو کلونو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت د ناسم چلند زړه‌بوږوونکي راپورونه ورکول کېږي او هلته یې نیول او ځورل زیات شوي دي. 

پر دې سربېره پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د جبري را ایستلو لړۍ هم پیل کړې او ټینګار یې کړی چې ټول افغان کډوال به وباسي. 

د ویلو ده چې پر پاکستاني حکومت سربېره ایران هم د افغانانو جبري را ایستل زیات کړي او د راپورونو له مخې چې تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې ایراني حکومت شاوخوا یونیم میلیون افغانان را ایستلي دي. 

په ورته مهال اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو راستنېدل په ښه ډول مدیریت کړي دي. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه