د پکتیا ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د انسانتښتوونکو له منګلو له د یو ماشوم د ژغورلکېدلو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تښتوونکو دا ماشوم د پکتیا مرکز، ګردیز ښار له «پیرباغ» سیمې تښتولی و، او پولیسو د تښتوونکو څلورکسیزه ډله هم نیولې ده.
سرچینې لیکلي چې تښتوونکو له نظامي لباس استفاده کړې وه، او يو کلاشينکوف، دوې مخابرې، درې لوی او پنځه کوچني مبایلونه او يو موټرسايکل هم ورسره نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې ژغورلشوی ماشوم روغ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې لسګونه ماشومان د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د پیسو په بدل کې د شتمنو کسانو ماشومان تښتول کېږي، چې ځینې پکې د پیسو د نهورکولکېدو په صورت کې د تښتوونکي له لوري وژل شوي هم دي.
بلخوا اسلامي امارت ویلي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په دې برخه کې لاستهراوړنې لرلې دي او لسګونه ماشومان یې له تښتوونکو ژغورلي دي.


