نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې پر غزې د اسرائیلو د تازه بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۸ فلسطینیانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز په راپور کې د غزې روغتیايي چارواکو په حواله ویل شوي چې دا کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله وژل شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې کېږي چې اسراييل له حماس سره د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په منځګړیتوب د اوربند تړون کړی و.
څو ورځې مخکې د اسرائیلو صدراعظم پر حماس تور پورې کړی و چې د دوی پر ځواکونو یې بریدونه کړي وو، بلخوا حماس ویلي چې اسرائیل د جګړې بیا پیلېدو ته پلمې لټوي.
پر غزې د اسرائیلو پر بریدونو کلونه تېرېږي او چې له امله یې تر دې دمه له څلوېښت زره کسان وژل شوي او له یو لک ډېر نور ټپیان شوي دي.
بلخوا ګڼو نړیوالو سازمانونو په غزه کې د اسرائیلو بریدونه سخت غندلي او وخت ناوخت یې په ځینو مواردو کې د نسلوژنې نوم هم ورکړی دی.


