خانهافغانستاند افغانستان فوټسال لوبډلې په «نیمه‌پایلوبه» کې ټایلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال لوبډلې په «نیمه‌پایلوبه» کې ټایلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۵ کال د اسیا ځوانانو فوټسال سیالیو په «نیمه‌پایلوبه» کې نن د افغانستان لوبډلې د ټایلنډ لوبډلې ته «۹ پر ۱» ماتې ورکړه او د دې سیالیو «پایلوبې» ته یې لار ومونده.

دا لوبه نن شپه (سې‌شنبې، لړم ۶مه) د بحرین په کوربه‌توب وشوه او د افغانستان لوبډلې یې په ګټلو سره د سپینو زرو مډال ترلاسه کول هم یقیني کړل.   

د ویلو ده چې د افغانستان ۱۷ کلن فوټسال لوبغاړي به د روانو سیالیو په وروستۍ لوبه کې راتلونکې پنجشنبې د ایراني لوبغاړو پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د افغانستان فوټسال له ۱۷ کلنۍ کم‌عمره لوبډلې نننۍ لوبه داسې مهال وکړه چې د روانو سیالیو په پیل کې یې د یوې دوستانه لوبې پرمهال هم ټایلنډۍ لوبډلې ته «۲ پر صفر» ماتې ورکړې وه.

افغانستان په روانو سیالیو کې لومړی اوزبیکستان او بیا کوربه بحرین لوبډلو ته ماتې ورکړې وې، او په درېیمه لوبه کې یې د چین لوبډلې ته څلور پر یو ماتې ورکړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان فوټسال ملي لوبغاړو له نننۍ لوبې وروسته «پایلوبې» ته هم بشپړ چمتووالی اعلان کړی او د ۲۰۲۵ کال اسیا ځوانانو د جام ګټلو هیله یې څرګنده کړې ده.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه