خانهافغانستانلغمان کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او سربند...

لغمان کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او سربند جوړېږي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان ولایت په «الیشنګ» ولسوالۍ کې د یو کانال او سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د دغه ولایت ځايي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا کانال او سربند د الیشنګ ولسوالۍ د «کهنه‌پال» درې په لرې پرته سیمه «قندلي» کې جوړېږي او کارونه یې پیل شوي دي.

سرچینې ویلي چې یاد کانال او سربند د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د ABM په تخنیکي همکارۍ د پنځه میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.

د مسوولینو په وینا: “په یاده پروژه کې د ۹ مترو په اوږدوالي یو سربند، ۲۰ متره محافظوي دیوال، ۱ کیلومتر نوی کانال او ۵۰ متره کانال لایننګ شامل دي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د منظم جریان د رامنځته کولو په پار پلې کېږي.”

په ورته وخت کې د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو ياده پروژه د اوبو د مدیريت او د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې ارزښتناکه بللې ده.

بلخوا د یادې سیمې اوسېدونکو هم د دې پروژې د چارو پر پیلېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه یې کړې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه