خانهافغانستانا.ا ویلي، تېره میاشت نږدې سل بهرني وګړي افغانستان ته د کار...

ا.ا ویلي، تېره میاشت نږدې سل بهرني وګړي افغانستان ته د کار او زده‌کړو په موخه راغلي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۷۰ښځینه‌وو په ګډون هېواد ته د ۲ زره او ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې لخوا په خپره شوې خبرپانه کې نن(سه‌شنبه، د لړم ۶مه) ثبت شوي ارقام ښیي، چې په تلې میاشتې کې د ۷۰ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۹۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۷ښځینه‌وو په ګډون، ۱۰۴۷ نور له هېواده وتلي دي.

د دغې ادارې د ثبت شويو ارقامو له مخې، ۱۲۸۱ کسان د ځمکنیو بندرونو  او ۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي وو، چې له دې ډلې یې ۳۲۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور چې ۹۶۲ تنه کېږي، د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي. 

همداراز تر ټولو ډېر (۷۲۰) بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۳۵۴ تنه د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۱۰۴ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۲ تنه د تورخم بندر او ۵۰ تنه نور د حیرتان بندر او د بلخ  هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسولیتونه پر غاړه لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه