د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د جاپان له نوې لومړۍ وزیرې «ساېني تاکایچي» سره په کتنه کې د اقتصاد او امنیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ټرمپ په لومړي ځل جاپان کې د لومړۍ وزیرې کېدل ستایلي دي او له جاپان سره د امریکا د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم غږېدلی دی.
د راپورونو له مخې چې د جاپان نوې لومړۍ وزیره به سږکال د ۵۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې هوکړې له مخې امریکا ته د پانګونو یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړي، چې په دغو وړاندیزونو کې به د کښتیو جوړول، د امریکا د سویابینو، طبیعي ګاز او پیک اپ موټرو زیاتې پېرودنې شاملې دي.
ساېني تاکایچي څو ورځې مخکې د جاپان لومړۍ وزیره شوه او په دې سره په جاپان کې په لومړي ځل یوه ښځه لومړۍ وزیره ټاکل کېږي.
د راپورونو له مخې چې د امریکا ولسمشر د جاپان له صدراعظمې سره پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې دي.


