خانهافغانستاند ایران حکومت په «یزد» کې یو بل افغان اعدام کړی

د ایران حکومت په «یزد» کې یو بل افغان اعدام کړی

ایران کې پر بشري حقونو د څار سازمان «هه‌نګاو» په دغه هېواد کې د یو بل افغان له اعدام‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې دا افغان د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوی و، او د یاد هېواد په «یزد» کې اعدام شوی دی. 

تر اوسه د دغه اعدام‌شوي افغان وګړي د بشپړ هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. 

د خامه‌پریس د پخواني راپور له مخې چې په ایران کې تر دې مخکې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول‌شوي لسګونه افغانان اعدام شوي وو.

که څه هم اسلامي امارت له ایراني حکومته غوښتي چې هلته بندي افغان وګړي افغان لوري ته وسپارل شي، خو ایران بیا هم د افغانانو د اعدام سزا زیاته کړې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو بار بار د ایران له حکومته غوښتي چې په یاد هېواد کې د اعدام سزا پایته ورسوي.

د ویلو ده چې په ایران کې ډېری افغانان د تهران په باور د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیول کېږي. او په یاد هېواد کې یې د اعدام سزا په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه