د روسیې د هوایي چلند ادارې خبر ورکړی چې د اوکراین د هوایي بریدونو پرمهال یې د «دومودوفو او ژوکوفسکي» هوایي ډګرونه تړلي دي.
دې ادارې ویلي چې دا اقدام یې د امنیت د ټینګښت په موخه کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا مهال په روسیه کې د هوايي دفاع سیستم فعال شوی او د اوکراین ۲۸ بېپیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.
اوکراین دا بریدونه وروسته له هغې کړي چې څو ورځې مخکې روسیې پر اوکراین د ډرون په وسیله توغندیز بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د ویلو ده چې اوکراین تر دې مخکې هم د مسکو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي او ځینې تاسیسات یې په نښه کړي دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړې کلونه اوړي، خو لا هم د دغو تاوتریخوالي د پایتهرسېدو کومې نښې نه ښکاري. په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هڅې کوي تر څو یاده جګړه پایته ورسوي.
ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي وو چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو په برخه کې جدي دی او په دې تړاو یې وخت ناوخت د دواړو هېوادونو له مشرانو سره هم کتلي دي.


