خانهافغانستان"د خواجه اصف وروستي ګواښونه د هغه شخصي احساسات دي"

“د خواجه اصف وروستي ګواښونه د هغه شخصي احساسات دي”

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف وروستۍ له ګواښونو ډکې څرګندونې د هغه «بې‌باکي» او شخصي احساسات دي.
خلیلزاد په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د جګړې ګواښ د خواجه اصف هغه شخصي احساسات دي چې غواړي پاکستان په یوه ویجاړوونکې جګړه کې ښکېل کړي.
نوموړي په غیرمستقیم ډول د پاکستان حکومت ته د پوښتنې په توګه ویلي چې آیا غواړي د یو کس په شخصي احساساتو سره ټول پاکستان بلې جګړې ته ټېله شي؟
خلیلزاد همداراز یو وار بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پرځای پر خبرو اترو ټینګار کړی او دا جګړه د دواړو هېوادونو پر زیان او ترینګلتیا دې د خبرو له لارې حل شي.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف خبرداری ورکړی و چې که د ترکیې غونډه کومه پایله ورنکړي نو پاکستان به له افغانستان سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو دویم پړاو مذاکرات پیل شوي، او تر اوسه یې تازه جزییات نه دي خپاره شوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه