خانهافغانستاند افغانستان فوټسال لوبډلې خپله دویمه لوبه له بحرین لوبډلې څخه وګټله

د افغانستان فوټسال لوبډلې خپله دویمه لوبه له بحرین لوبډلې څخه وګټله

د افغانستان له ۱۷ کلنۍ کم‌عمره لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا ځوانانو سیالیو په دویمه لوبه کې بحرین لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړې ده.

دا لوبه تېره شپه د بحرین په کوربه‌توب شوې او د افغانستان لوبډلې بحرین لوبډلې ته پکې ماتې ورکړې ده. 

د ۲۰۲۵ اسیا ځوانانو سیالۍ په بحرین کې پیل شوې او افغانستان پکې لومړۍ لوبه له اوزبیکستان څخه وګټله او درېیمه لوبه به نن (یکشنب) د چین لوبډلې پر وړاندې وکړي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس هم د تېرې شپې په تړاو په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: “د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې ستره بریا. د افغانستان د فوتسال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې کوربه هيواد بحرین ته په ستر توپیر ۷/صفر ګولونو ماته ورکړه او د اسیا د نویو ځوانانو په سیالیو کې یې پرلپسې دویمه بریا هم خپله کړه.”

د ویلو ده چې د افغانستان ملي لوبډله به نن یکشنبې خپله درېیمه لوبه د چین پر وړاندې وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه