په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دویم پړاو خبرو په دوام، د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف ویلي چې که روان مذاکرات بېپایلې شي له افغانستان سره به ښکاره جګړه پیل شي.
خواجه آصف تېرو څو ورځو ته په کتو د دوحې هوکړه اغېزناکه بللې او ویلي یې دي چې د روان پړاو مذاکراتو پایلې به نن شپه یا سبا ښکاره شي.
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې له خبریالانو سره په خبرو کې مطرح کړې او په وینا یې چې په تېرو څو ورځو کې هېڅ پېښه او نښته نه دي رامنځته شوي.
بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د خواجه اصف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان استازي د تېرې اوونۍ د ترینګلتیاوو پر سر د مذاکراتو دویم پړاو پیل کړی دی.
څو ورځې مخکې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ بېسارې نښتې وشوې او پاکستاني لوري د پلازمېنې کابل په ګډون په افغانستان کې پر ځینو ملکي ځایونو هوايي بریدونه وکړل.
له دې نښتو وروسته د قطر په منځګړیتوب په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند هوکړه وشوه.


