د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو پلاوی چې د دې ولایت د کلتور او هنرونو ریس محمد عارف فاروقي په مشرۍ د زیباک ولسوالۍ د خلخان کلي ته سفر وکړ ترڅو د تاریخي اسماعیلي شاعر دیوانهشاه په مقبره کې د اور لګېدو لامل وڅېړي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، اورلګېدنه تېره (سهشنبه، د تلې ۲۹مه) رامنځته شوه او د مقبرې شاوخوا ۷۰ سلنه دیوالونه ویجاړ شول. د پیښې دقیق لامل لا نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي.
فاروقي مسوولینو او مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل د دې تاریخي ځای په روحاني او کلتوري اهمیت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د تاریخي اثارو په ساتنه کې همکاري وکړي. هغه همدارنګه له امنیتي ادارو وغوښتل چې د داسې پیښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
د زیباک ولسوالۍ مرستیال عبدالرحمن قصري وویل چې تحقیقاتي ادارې د قضیې په اړه څېړنه کوي. د پولیسو مرستیال حاجي محمد ذاکر خادم هم وویل چې لومړني تحقیقات لا تر اوسه نه دي مشخص شوي چې ایا دا پیښه قصدي وه یا نور لاملونه یې درلودل.
د خلخان کلي اوسېدونکو د داسې پیښو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د لا زیاتو امنیت او د پیښې په اړه د هر اړخیزو څیړنو غوښتنه یې وکړه.
د دیوانهشاه مقبره د زیباک ولسوالۍ یو له تاریخي او کلتوري ځایونو څخه ګڼل کیږي، او د هغه د ماڼۍ خلک هغه د عرفان او ظلم په وړاندې د مقاومت شخصیت ګڼي.


