د سمنګان سیمهییزو سرچینو خامه پریس ته ویلي چې د نعمت الله رحیمي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار کې ځان ځړولی او ژوند یې پایته رسولی دی.
سرچینو ویلي چې دغه ځوان د ولایت د مرکز ایبک د قوش آسیاب سیمې اوسیدونکی و او جسد یې په یو باغ کې موندل شوی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې امنیتي کسان له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او لومړنۍ څېړنې يې پیل کړې دي.
د معلوماتو له مخې، د دې پېښې اصلي لامل او انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دې عمل انګېزه لا تر اوسه نه ده مشخص شوې او په هېواد کې د ځوانانو د رواني او ټولنیز وضعیت په اړه یې ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.
په وروستیو میاشتو کې د ورته پیښو زیاتوالي د افغان ځوانانو د بې ثباته رواني حالت او ټولنیزو فشارونو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي. رواني خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی د ځوانانو ترمنځ د رواني بحران د زیاتولو یو عامل ګڼل کیږي.
په دې وروستیو کې له نورو ولایتونو څخه ورته قضیې راپور شوي دي. متخصصین وايي چې د دې ځان وژنو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وشي، او د دوی دوام به بدې پایلې ولري.


