خانهنړۍیوګانډا کې د دوو بسونو خونړی ټکر؛ د ۴۶ کسانو مړینه تایید...

یوګانډا کې د دوو بسونو خونړی ټکر؛ د ۴۶ کسانو مړینه تایید شَوې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په یوګانډا کې د دوو بسونو د ټکر له امله ۴۶ کسان مړه شوي دي. 

د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې دا پېښه د یوګانډا «کیریان دونګو» ښار ته نږدې په «کامپالا – ګولو» لویه لاره شوې ده.

دا پېښه خورا غمجنوونکې بلل شوې ده او په تړاو یې څېړنې پيل شوې دي. 

تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د راپورونو چې ښايي دا ټکر د بسونو د تخنیکي ستونزو په پایله کې شوی وي.

د ویلو ده چې د یوګانډا په دې لاره تر دې مخکې هم څو څو ځلې ورته خونړۍ ترافیکي پېښې شوې او له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ترافیکي پېښو ګراف په بې‌سارې توګه لوړ شوی دی.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې پکې ترافیکي پېښې زیاتې ثبتېږي. دلته د ترافیکي پېښو تر ټولو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه