خانهافغانستانمحمد نعیم: پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله...

محمد نعیم: پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال، محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي «یوشیاو یونګ» سره په کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ خبرې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د محمد نعیم له قوله راغلي چې چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات سره لري.

نوموړي په دې کتنه کې د چين هېواد له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ  تعامل ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال همداراز ویلي: “متأسفانه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ تر دې چې اسلامي امارت ځوابي عکس العمل ته اړ ايستل شو  د اسلامي امارت ثابت موقف دا دی چې د ستونزو حل او هوارې په خبرو او تفاهم کې دی.“

بلخوا په دې کتنه کې «یوشیاو یونګ» د افغانستان ملي حاکمیت او ارزښتونو ته پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري. 

د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او په دې لړ کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه