هندي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې په کابل کې د خپل سفارت لپاره «کرن یاداو» د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.
څو ورځې مخکې د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې له کابل سره یې ډیپلوماټيکې اړیکې د سفارت کچې تر لوړې کړې دي.
له هند سره اړیکې «نوي ډيلي» ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له سفر وروسته د پراخېدو په حال کې دي او تازه هند خپل نوی شارژدافیر هم ټاکلی دی.
بلخوا د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هند ته له سفر وروسته ویلي وو چې د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې به په ډېرو برخو کې پراخه شي.
امیرخان متقي هلته د افغان سوداګرو ټولنې او د دیوبند مدرسې په ګډون له بېلابېلو تاریخي ځایونو هم لیدنې کړې وې او دا سفر یې د اړیکو د پياوړتیا او پراختیا په برخه کې ګټور بللی و.
د ویلو ده چې له دې ټولو سره سره هند تر اوسه هم د اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ځینو کارپوهانو په وینا چې ښايي له روسیې وروسته دویم هېواد شي چې اسلامي امارت به په رسمیت پېژني.


