خانهافغانستاننورستان کې د څه باندې ۱۴۱ میلیون افغانیو په لګښت ګرانبیه او...

نورستان کې د څه باندې ۱۴۱ میلیون افغانیو په لګښت ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرې پلورل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د نورستان له کانونو ایستل‌شوې ۲۵۰ کیلو ګرامه ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا بولۍ د د یاد ولایت د کانونو رییس، سید رحیم، د کمېټې غړو، سیمه‌ییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلا بېلو ریاستونو استازو او  د هېودا له٢٥٠ څخه زیاتو سوداګرو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوې ده.

سرچینې لیکلي: “په دغه داوطلبۍ کې بېروج، کنزیټ او د بېروجو سمپلې د شاوخوا(١٤١) میلیون ۴۲۵  زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې چې پکې د اسلامي امارت ونډه (١٤) میلیون ۱۴۲ زره افغانۍ ده.”

د کانونو او پټرولیم وزارت دا د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د پانګونې د لا زیاتو فرصتونو برابرولو په برخه کې مهم ګام بللی دی. 

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یاد ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي.

په تېرو څو کلونو کې د کانونو د ایستنې به برخه کې د نړیوالو پانګوالو پاملرنه هم زیاته شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه