خانهافغانستانیونیسکو د عبدالغفور عابد وژنې په اړه د بشپړې او شفافې څېړنې...

یونیسکو د عبدالغفور عابد وژنې په اړه د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه وکړه

یونیسکو د افغانستان د ملي ټلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد وژنه وغانده او د دغه خبریال د وژنې په اړه یې د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه وکړه.

د یونیسکو عمومي مشرې ادراه ازولي تېره ورځ(سه‌شنبه، د تلې ۲۹مه) په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د شخړو په حالت کې د خبریالانو او رسنیو د کارمندانو د ساتنې لپاره باید نړیوال بشري قانون ته درناوی وشي.

عبدالغفور عابد په خوست ولایت کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وسله‌والو نښتو د پوښښ پرمهال ووژل شو.

د ملي راډیو د نشراتو مدیر تواب ارمان او د هغه موټر چلوونکی هم په دې پېښه کې ټپیان شول.

د خوست ولایت د پولیسو ویاند د پېښې تاییدولو سره وویل: “عبدالغفور عابد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو په اړه د راپور ورکولو پرمهال د پاکستاني ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو.”

د افغانستان ملي ټلویزیون د تلې ۲۴مه اعلان وکړ چې د رسنیو دوهم خبریال عبدالظاهر صافی هم د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی دی.

د یایدولو ده چې د دې دوو خبریالانو وژنه په هېواد کې دننه او بهر له جدي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه