خانهافغانستانوالیبال: افغانستان او سریلانکا نن لوبه کوي

والیبال: افغانستان او سریلانکا نن لوبه کوي

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالیو په چوکاټ کې خپلې لومړنۍ لوبه له سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو ترمنځ د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالۍ به نن(چهارشنبه، د تلې ۳۰مه) د بنګله دېش په پلازمینه ډاکه کې پیل شي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د سیالۍ لومړۍ لوبه به د ترکمنستان او نیپال ترمنځ، دویمه لوبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ او دریمه لوبه د بنګله دېش او مالدیف د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان او سریلانکا دغه لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وړاندې په ۱۱:۳۰باید وویل شي بجو پیل شوې ده.

د یادولو ده چې د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالۍ به نن چهارشنبه د اکټوبر ۲۲مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۸مه پای ته ورسیږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه