د نایجریا په شمال کې د نایجر په ایالت کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله لږترلږه ۳۵ کسان مړه شوي دي.
نړیوالو رسنیو نن(چهارشنبه، د تلې ۳۰مه) د نایجریا د سړک خوندیتوب سازمان په حواله راپور ورکړ، چې د تېلو ټانکر د چاودنې وروسته لسګونه نور ټپیان او روغتون ته وړل شوي دي.
یوه سیمهییز چارواکي په وینا، د تېلو ټانکر له غورځېدو وروسته، خلک د تیلو راټولولو لپاره راټول شول، خو څو شیبې وروسته چاودنه وشوه، چې له امله یې لویه اور ولګیده.
د مرستندویه سرچینو په وینا، د قربانیانو شمیر ممکن ډېر شي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د روان کال په مارچ کې هم په ورته پیښه کې ۱۰ کسان مړه شول، په جنوري میاشت کې هم همدې ولایت کې د تېلو ټانکر په چاودنه کې ۹۸ کسان مړه شول.
د راپور له مخې، په نایجریا کې د تېلو ټانکرونو سره تړلې پیښې عامې دي ځکه چې ډیری سړکونه مناسب ساتنه او بیارغونه نلري او خلک ډېری وختونه د ټکر شویو ټانکرونو څخه د تېلو د راټولولو لپاره خپل ژوند په ګمرګوني ګواښ کې اچوي.
باید وویل شي چې د تېلو ټانکر د غورځېدو پیښې معمولا د سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو له امله رامنځته کیږي.


