خانهافغانستان"له پاکستان سره د جګړې درېدو په اړه امریکایي استازي هم راسره...

“له پاکستان سره د جګړې درېدو په اړه امریکایي استازي هم راسره په اړیکه کې وو”

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال ځینو امریکایي استازو هم له افغان لوري سره د جګړې درېدو په اړه اړیکې کړې وي.

ښاغلي مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې له منځګړو هېوادونو په مننې ویلي چې له پاکستان سره جګړه دومره اوږده نه‌شوه چې د لویو هېوادونو منځګړیتوب ته پکې اړتیا پېښه شي. 

د اسلامي امارت ویاند همداراز د هغو هېوادونو له اعلامیو هم هرکلی کړی او مننه یې ترې کړې چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال یې له افغانستان سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

څو ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې سرحدي نښتې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې پاکستاني لوري ته پکې درانه تلفات واوښتل.

پاکستاني لوري بیا په کابل او پکتیکا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارد وکړ چې په پایله کې یې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د ویلو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په تړاو دویم پړاو خبرې به په ترکیه کې وشي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه