د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې شمالي کوریا د چهارشنبې په سهار د جاپان سمندر ته یو بالستیک توغندی توغولی. دا اقدام د آسیا- اقیانوس اقتصادي همکارۍ (APEC) سرمشریزې په رانږدې کیدو سره ترسره کیږي.
د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په سهار د «پیونګیانګ» لخوا توغول شوی توغندی پیژندل شوی، مګر د هغې ډول او واټن لا نه دی معلوم. دا د شمالي کوریا لخوا د لی جای میونګ ادارې له سیول کې د واک له اخیستو راهیسې د توغندیو لومړۍ ازموینه وه.
د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د نورو ممکنه توغندیو د توغولو سره د مقابلې لپاره یې د څارنې او چمتووالي کچه لوړه کړې او اړوند معلومات یې له متحده ایالاتو او جاپان سره شریک کړي دي. له دې پیښې وروسته، د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر هم یوه بیړنۍ امنیتي غونډه کړې او ولسمشر ته د توغولو د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شول.
په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د یوه پوځي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ممکن ځینې توغندي د جنوبي کوریا په خاوره کې لګیدلي وي. له بلې خوا د جاپان لومړي وزیر «سانائه تاکایچي» ټینګار کړی چې دا توغول د جاپان امنیت ته مستقیم ګواښ نه دی او توکیو له واشنګټن سره په بشپړه همغږۍ کې دی.
شمالي کوریا په دې وروستیو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو سره سره خپل توغندیز پروګرام پراخ کړی او په دوامداره توګه یې د “امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د پوځي ګواښونو” پر وړاندې د ځان د دفاع حق باندې ټینګار کړی دی.


