د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امینې قوماندانۍ مسوولینو په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د چک ولسوالۍ اړوند د «ګردن مسجد» په سیمه کې د دوو موټرسايکلونو او ماﺯدا ډوله موټر ترمنځ شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپيان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د همدې سیمې کلينيک او وروسته د یاد ولایت مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اعلان کړی و چې په هېواد کې یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په ځینو موټرو کې سلګونه «جيپياېس» آلې نصب کړې او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.


