خانهافغانستاند افغان لوبډلې او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغان لوبډلې او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې په دویمه ورځ زمبابوې تر دې مهاله ۱۷۵ منډې کړي او خپل څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

د زمبابوې لوبغاړی بین کرن په ناسوځېدلو ۶۹ ناسوځېدلې منډو او ورسره سکندر رضا تر دې مهاله ۸ منډې ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره ضیاالرحمن درې وېکټې ترلاسه کړي، او عصمت عالم هم یوه ویکټه اخیستې ده. بل خوا افغان لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې یوازې ۱۲۷ منډې جوړې کړې.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۲۷ منډې وکړې. د افغان لوبډلې په ګټه رحمن‌الله ګربز ۳۷ او عبدالمالک ۳۰ منډې جوړې کړې.

زمبابوې او افغانستان به د اکتوبر ۲۴مې پورې دوام وکړي، او له هغې وروسته به له همدې لوبډلې سره «شل‌اوره لوبلړۍ» هم وکړي.

د معلوماتو له مخې چې د زیمبابوې پر وړاندې شل‌اوریزه لوبلړۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه پیل او د نومبر تر ۲مې نېټې به دوام وکړي.

د ویلو ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې مخکې له بنګله‌دېش سره شل‌اوره او یو ورځنۍ لوبلړۍ وکړې چې لومړۍ لوبلړۍ یې په «درې په صفر» بنګله‌دېشۍ لوبډلې ته وبایلله او دویمه لوبلړۍ یې «درې په صفر» له یادې لوبډلې وګټله. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه