خانهنړۍجاپان کې په لومړي ځل یوه ښځه لومړۍ وزیره شوه

جاپان کې په لومړي ځل یوه ښځه لومړۍ وزیره شوه

د جاپان پارلمان محافظه‌کاره سیاستواله «سانای تاکایچي» د خپل هېواد نوې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکه.

د لیبرال ډیموکراتیک ګوند یو پیاوړې شخصیت، سانای تاکایچي تېره ورځ(سه‌شنبه، د اکټوبر ۲۰مه) د پارلمان د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې د رایو اکثریت ترلاسه کړ او د جاپان ۱۴مه لومړۍ وزیره شوه. هغه د استازو په جرګه کې له ۴۶۵ څخه ۲۳۷ رایې او په سنا کې ۱۲۵ رایې وګټلې.

د پایلو له اعلان وروسته، ټاکل شوې ده چې تاکایچي نن ماسپښین په رسمي ډول لوړه وکړي، او د پخواني لومړي وزیر شیکورو ایشیبا ځای ناستی شي.

باید وویل شي چې نوموړې هغه پخوا د کورنیو چارو او مخابراتو په څېر مهم وزارتونه دنده پر غاړه درلودل او د خپلو محافظه کارو نظرونو لپاره پېژندل کېده.

د لیبرال ډیموکراتیک ګوند او د جاپان د ښي اړخه نوښت ګوند ترمنځ نوي ایتلاف داخلي او پارلماني ټاکنې وګټلې. شنونکي وايي چې د تاکایچي راتګ کولی شي د جاپان د کډوالۍ او ټولنیزو پالیسیو د نورو محافظه کارو نظرونو په لور واړوي.

لیبرال ډیموکراتیک ګوند د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د زیات وخت لپاره په جاپان کې واک درلود. د جاپان په تاریخ کې دا لومړۍ ښځې په توګه، تاکایچي اوس په داسې موقف کې ده چې په دودیز جاپاني ټولنه کې د سیاسي مشرتابه یو نوی انځور معرفي کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه