خانهافغانستان"نن لوړپوړی پاکستاني پلاوی کابل ته راځي"

“نن لوړپوړی پاکستاني پلاوی کابل ته راځي”

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد یو لوړ پلاوی به نن (سې‌شنبې، تلې ۲۹مه) کابل ته سفر وکړي، او له افغان لوري سره به پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې چې پاکستاني پلاوی به د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره تر ډېره د دوه‌‌اړخیزې سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو د دې پلاوي نوم نه څرګند کړی او دا یې نه دي ویلي چې دوی به د کوم پاکستاني چارواکي په مشرۍ افغانستان ته سفر کوي، خو زیاته کړې یې ده چې دا سفر له وروستیو نښتو مخکې پلان شوی و. 

بلخوا اسلامي امارت هم تر اوسه کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ په اړه څه نه دي ویلي. 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌سارې جګړه وشوه چې له څو ورځو تېرېدو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوربند هوکړه وشوه. 

د ویلو ده چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال هم ځینو سرچینو د پاکستاني پلاوي کابل ته د راتګ خبر ورکړی و، خو د معلوماتو له مخې چې د افغان سفارت لخوا یې د وېزو غوښتنه رد شوې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه