له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د رالېږلو په دوام، پرون د نیمروز، هرات او کندهار له لارې ۷۱۹ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت باختر اژانس خبر ورکړی چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۷، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷۶ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۰۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې همداراز ۴۵۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۴۷۵ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو رالېږل په بېسارې توګه زیات شوي چې یوازې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې له ایران څخه نږدې یو نیم میلیون افغانان راستانه شوي دي.
د ویلو ده چې په راستنو شویو کې ډېر یې په جبري توګه را ایستل شوي دي.
د کډوالو ایستلو که څه هم وخت ناوخت پراخ غبرګونونه پارولي، خو ایراني او پاکستاني چارواکو بار بار د ټولو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
بلخوا د اسلامي امارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د راستنېدونکو مدیریت په ښه ډول کړی دی.


