د ا.ا عدلیې وزارت مسوولین وایي چې د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د آریا ښارګوټي ۱۸٫۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د آریا ښارګوټي دا ځمکه د مرکزي زون د غصبشویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې له لوري تثبیت شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د آریا ښارګوټي موضوع تر دې مخکې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د غصبشویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
د عدلیې وزارت مسوولینو همداراز ویلي دا ځمکه د آریا ښارګوټي د لومړي او دویم فاز څخه امارتي تثبیت شوې ده.
سرچینې لیکلي: “د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.”
د ویلو ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې په جریبو جریبو ځمکې امارتي تثبیت کړې ده.


