Wednesday Jan 17, 2018

ننگرهار پولیس: په کوټ ولسوالی کی نهه تنه وسله وال مخالفین وژل شوی

نوشته شده توسط khaama - Sat Jun 04 2016, 5:57 am

132476934_181n_censored

د ننگرهار امنیت چارواکی وایی په دکوټ  ولسوالی کی نهه تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او اوه نور ټپیان شوی دی.

د ننگرهار امنیه قوماندانی یوه خبرپاني په نشر سره ویلی چی ننګرهار دکوټ ولسوالی په مربوطاتو کی دوسله والو مخالفینو دځپلو ، له منځه وړلو او یو شمیر سیمی دوسله والو دشتون څخه په بشپړ توګه پاکولو په موخه دګډو امنیتی ځواکونو له خوا دشاهین دیارلس په نوم پیل شووعملیاتو په ترڅ کی نهه تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او ، اوه نور ټپیان شوی دی چی دوژل شوو دوه جسدونه دنښتی په میدان پاتی شوی دی.

همدغه راز ګډو ځواکونو اوه کړی دوسایطو ضد ماینونه کشف او له منځه وړی ، یو میل راکټ انداز ، یو میل کلاشنکوف دامنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی ،په عملیاتو کی امنیتی ځواکونو او ملکی وګړو ته زیان ندی اوښت، خبرپاني زیاتوی.

د خبرپاني پر اساس وسله والو مخالفینودبتی کوټ ولسوالی دتور غرپه ساحه کی دسیمه ایزو پولیسوپه امنیتی پوسته وسله وال برید ترسره کړ چی دیاد محل دپولیسو په ځوابیه برید کی دوه وسله وال مخالفین وژل شوی دری نور یی ټپیان شوی چی دیو وسله وال جسد دیو میل پیکا سره یو ځای دنښتی پرمیدان پاتی او دپولیسو لاس ته ورغلی.

تر دې دمه د مخالفې وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. ماشاءالله زمونږ پولیس ورځ په ورځ مخ په تکړه کیدو دی
    الله جل جلاله دې دوی وساتي
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید